Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

لغمان چارواکي: طالبانو د یوه کور ۳ تنه وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي

0
د لغمان چارواکي د دغه ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کې د درې ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکوي. 


د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د الیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لوري پر یوه کور د هاوان مرمۍ وتوغېده چې له امله یې د یوې نجلۍ په ګډون درې تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.


دولت زی وایي چې ټپي شوي ملکیان تر درملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.


د لغمان د والي ویاند همداشان زیاتوي چې وسله والو طالبانو هم مهاله په اليشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې له ځایي افغان ځواکونو سره نښته رامنځته شوه. 


دی اعا کوي چې په دغه نښته کې د عبدالمالک په نوم د طالبانو یو مهم غړی ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شوي دي. 


د ښاغلي دولتزي په وینا، په نښتو کې دوه تنه افغان سرتېري هم سطحي ټپیان شوي دي. 


وسله والو طالبانو بیا تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي. 


الیشنګ د لغمان یوه له ناامنو ولسوالیو ده چې وخت ناوخت ترې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتو او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *