Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

د پاکستان صدراعظم افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

0
د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې تشدد کم کړي څو اوربند ته لاره اواره شي. 


عمران خان نن- جمعه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوی سره  په کتنه کې د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګ او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.  


د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوی له درېیو ورځې راهیسې په پاکستان کې و. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وايي، له عمران خان سره کتنه به د طالبانو د پلاوي وروستۍ وي. 


د پاکستان د صدراعظم دفتر په یو بیان کې وايي، ښاغلي عمران په افغانستان کې د سولې د هغو مخالفانو په اړه هم خبرداری ورکړ چې د ده په وینا د سولې د بهیر د تخریب هڅو ته دوام ورکوي. 


له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې پلاوي ته ویلي و چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي، خو نور اړخونه هم د ده په وینا باید په دې کې کار کې ونډه واخلي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *