Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

عبدالله عبدالله د تاجکستان پارلمان له رئیس سره پر افغان سولې خبرې وکړې

0
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تاجکستان ته د سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د پارلمان له رئیس محمد طاهر ذاکرزاده سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې. 


د دې شورا ستر سلاکار او د رسنیو مسؤل مجیب‌الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي عبدالله نن دوشنبې ته تر رسېدو وروسته د تاجکستان د پارلمان له رئیس سره په غونډه کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او دا چې په دې هڅو کې تاجکستان څه ډول رول لوبولی شي، خبرې وکړې.


په دې کتنه کې دغه‌راز د سولې په دغه بهیر کې د سیمې د هېوادونو د رول په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د همکارۍ او د دوه اړخیزو اړیکو پر مسایلو هم خبرې وشوې. 


له ښاغلي عبدلله سره تاجکستان ته په دې سفر کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم ملګري دي. 


په پام کې ده چې نوموړی به نن د تاجکستان له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او سبا یې هم د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمن سره کتنه پلان شوې ده. 


تر دې مخکې ښاغلي عبدالله پاکستان، ایران، هند او ازبکستان ته هم سفرونه کړي و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *