Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

روسیه:د 'سپوتنیک وې' واکسین له ۱۸کلنو پورته هم پلي کېدای شي

0
د روسیې د روغتیا وزارت ومنله چې  د سپوتنیک وې په نوم د کویډ ۱۹ ناروغۍ پرضد واکسین دې  تر شپېتو کلونو د لوړ عمر لرونکو کسانو ته تطبیق شي.  


د روغتیا وزیر میخایل موراشکو نن شنبه (د مرغومي ۶مه) دا خبره کړې ده.  


موراشکو ویلي چې دا واکسین له اتلس کلنو څخه نیولې بیا ټولو کسانو ته تطبیق کیدای شي.  


تر دې وړاندې ډېر زاړه کسان په تېره بیا هغوی چې زیان منونکي وو، د واکسین له دې پروګرامه  ایستل شوي وو.  


د روغتیا وزیر زیاته کړه چې اوس دا موندل شوي چې د سپوتنیک وي واکسین د ټولو لپاره  خوندي دی.  


د روسیې د حکومت رسمي شمېرې ښیې چې په دې هېواد کې نژدې درې میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۵۳۶۵۹ کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *