مرکزي افریقا کې د ملګرو ملتونو ۳ سوله ساتي سرتیرې وژل شوي
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ په یوه بیان کې دا پېښه په سختو ټکیو وغندله او په دې برخه کې یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
د دې پېښې په اړه ملګرو ملتونو نور جزئیات نه دي ورکړي چې دا سرتیرې چېرته او څه وخت وژل شوي دي؟ یوازې دومره یې ویلي دي چې دا پوځیان د بروندي دي.
ټاکل شوې ده چې سبا په دې هېواد کې انتخابات ترسره شي.
