Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

عبدالله: د سولې دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات باید په ټاکلي وخت پيل شي

0
د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی باید دې شورا ته د خبرو جزييات ورکړي او د شورا بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري.


عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري پلاوي په دوهمه ناسته کې وویل، چې بین الافغاني مذاکرات باید په خپل وخت پیل شي.




هغه زياتوي: "مذاکراتي پلاوی باید له روښانه او باصلاحیته کړنلارې سره خبرې بیا پيل کړي، مهمه ده چې دوهم ځل مذاکرات باید په خپل ټاکلي وخت پيل او د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازيتوب وکړي، د مذاکراتو ځای باید د دې لامل نه شي، چې خبرې له خنډ سره مخ کړي." 


په ملي مصالحې عالي شورا کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون یو شمېر پخواني چارواکي او سیاسیون غړیتوب لري.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی، چې لویه ستونزه د خبرو له لارې حل کېږي، نو نه باید رامنځته شوی فرصت ضایعه شي.




صالح زياته کړه: "د افغانستان په معاصر تاریخ کې له احمدشاه بابا رانیولې تراوسه لومړی ځل دی، چې ستونزې ته سیاسي حل لاره لټول کېږي، نورې ټولې ستونزې په نورو لارو هوارې شوې."


د افغانستان د اسلامې جمهوري دولت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په دې ناسته کې وویل، چې د سولې د مذاکراتو بهیر به خامخا له ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي، خو د ده په وینا چې پلاوی، به د افغانستان له جمهوري دولت او خلکو دفاع کوي.




د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي پلاویو له درې میاشتو خبرو وروسته د خبرو د رتلونکې پړاو په اړه خپلې پشنهادي اجنډاوې یو بل ته وسپارلې او پریکړه یې وکړه، چې خپلو مشرانو سره به پرې سلا مشورې کوي.


ګډ پلاوي دا هم ویل، چې د جنوري په ۵مه به یو ځل بیا خبرې پیلوي.


څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني کندهار کې په طالبانو غږ وکړ، چې د احمدشاه بابا او میرویس نیکه په مقبرو کې ورسره د سولې خبرو ته کېني خو طالبان وايي، چې د افغانستان فضا او وضعیت د دې وړ نه ده چې دوی خپل سیاسي مشران د سولې د خبرو لپاره افغانستان ته واستوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *