Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

په اروپايي هېوادونو کې د "کوېډ١٩" ضد واکسین تطبیق پيل شوى

0
په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد د واکسیناسیون پراخ پروګرام روان دی.


د اروپايي ټولنې په ډېری هېوادونو کې دا واکسین لومړی هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې کمزوري دي. 


د دې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو د ډسمبر ۲۷ د V-Day په نوم یاده کړې ده. 


د فایزر او بیو این ټیک کمپینو له خوا جوړ د کرونا ویروس پرضد واکسین چې هر چا ته دوه ځلې ورکول کېږي پرون د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ورسېد. 


د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش لومړی کس و، چې د پلازمېنې پراګ په پوځي روغتون کې واکسین شو. هغه خبریالانو ته وویل: "موږ به تر نهو میاشتو دې کمپاین ته دوام ورکړو خو دا د واکسین له کمیت او لاسرسي سره تړلې مسئله ده. د واکسین لپاره به آنلاین نوم لیکنه کېږي."


په ایټالیا کې چې د کرونا د وبا په پیل کې یې سختې ورځې ولیدلې، په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې واکسین کمپاین پیل شوی دی. 


د اروپايي ټولنې په غړو کې له شپاړس میلیون زیات خلک په کويډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۳۳۶ زرو زیات کسان مړه شوي دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *