د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د "ټرمپ" څرګندونو غبرګونونه پارولي
د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان د تېر کال ولسمشریزې ټاکنې یې د امریکا د تېرې میاشتې له ولسمشریزو ټاکنو غوره بللي، ډول ډول غبرګونونه راپورته کړي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ډونالډ ټرمپ څرګندونې تأییدوي او وايي، د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنې، په بشپړه روڼتیا وشوې.
د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، له مدیریتي اړخه هم دا ځل ټاکنې د بل هر وخت په پرتله ښې وې.
ښاغلی ننګ زیاتوي: "د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې چې موږ تېر کال مدیریت کړې، د ټولو ټاکنو په پرتله غوره وې. دا ټاکنې په ښه ډول مدیریت شوې او روڼتیا یې په بشپړ ډول وساتل شوه."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل هېواد کې د شویو ټاکنو د پایلو په اړه اعتراض لري، د شنبې په ورځ یې په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، "د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا د ټاکنو په پرتله خوندي او غوره وې."
د ښاغلي ټرمپ له قوله، دا موضوع ورته یو ځوان امریکايي عسکر چې په افغانستان کې خدمت کوي، ویلې ده.
د امریکا ولسمشر د هغو معیارونو په اړه، چې ده یې له کبله د امریکا له ټاکنو د افغانستان ټاکنې غوره ګڼلي، څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، د امریکا سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې د درېیمې نړۍ د هېوادونو له ټاکنو سره برابرې وې.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۳مه نېټه وشوې او ښاغلي ټرمپ د ملیونونو رایو په توپیر له خپل ډیموکرات سیال جوبایډن ماتې وخوړه، خو ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې خپله ماتې ونه منله.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا ویلي"خوښ دی چې بالاخره د امریکا متحده ایالات په لوړه سیاسي کچه مني چې د افغانستان ټاکنې چې اروپايي ټولنه یې ملاتړې وه، ښې وې. له همدې کبله ښه ده د نورو پروګرامونو د جوړولو پر ځای، د ټولو د احترام وړ وګرځي."
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپله ټویټرپاڼه د ډونالد ټرمپ څرګندونو ته په اشارې لیکلي"حقیقت روښانه شو."
بل لور ته د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ سرپرست اجرائیه رئیس محمد نعیم اصغري وايي، د امکاناتو، سیستم او معیارونو له اړخه دا دوه ټاکنې د پرتلې وړ نه دي. د هغه په خبره، د ډونالډ ټرمپ څرګندونې په دې برخه کې تر ډېره سیاسي دي.
ښاغلی اصغري وايي: "د امریکا ټاکنې په ځلونو ښې وې، ځکه هغوی له اداري او امکاناتو له اړخه ډېره وړتیا لري. د ټرمپ ټویټ په دې برخه کې سیاسي بحث دی، ځکه د دواړو هېوادونو د ټاکنو سیستم او معیار توپیر لري، موږ نهشو کولای دا دواړه ټاکنې سره پرتله کړو."
د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو وروسته، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې د ټاکنو پایله ونه منله او ویې ویل، دې ټاکنو کې درغلي شوې ده.
تر دې چې ولسمشر محمد اشرف غني د منتخب ولسمشر په توګه په ارګ او عبدالله عبدالله بیا د هغه سره د موازي حکومت د اعلان په ډول په سپېدار ماڼۍ کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.
خو بیا هم دواړو لورو یوه سیاسي هوکړه وکړه، چې له مخې یې د ملي مصالحې عالي شورا جوړه او ریاست یې عبدالله عبدالله ته ورکړل شو او تر خوا یې د افغانستان په کابینه کې هم نیمايي ونډه ورکړل شوه.