Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د څلورو لسیزو جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې هڅې وشوې؟

0
۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د څلورو لسیزو جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې هڅې وشوې؟

۲۰۲۰م د افغانستان د څلورو لسیزو جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو یو بې‌ساری کال و. 

دې کال کې د طالبانو او امریکا نږدې ۲۰ کلنه جګړه ودرېده او د افغانستان د جګړې اصلي کورني اړخونه خبرو ته سره کېناستل.

د سولې هڅو کې دا پرمختګونه که څه هم سیاستوالو مهم او تاریخي بللي، خو تر اوسه‌یې د جګړې بل شوی اور نه‌دی سوړ کړی.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، دوحه کې د طالبانو او امریکا تړون لاسلیک شو. پر دې هوکړې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر لاسلیکونه وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا ورځ متحده ایالاتو او خلکو ته‌یې تاریخي یاده کړه.

هغه وویل: "موږ دا درک کړه چې د امریکا متحده ایالات باید د امپراطورانو په ابدي ځای او هدیره کې ونه‌جنګېږي، موږ په دې باور یو چې د افغانستان خلک چمتو دي چې خپله مخته ولاړ شي."

پومپیو وویل، که طالبان په تړون کې شویو ژمنو باندې ودرېږي، ۱۴ میاشتو کې خپل ټول سرتېري له افغانستانه باسي. له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو پرې کول او له افغانستان نه بیا امریکا ته د ګواښ نه‌پېښول، د هوکړې لوی شرطونه وو.

طالبان هم تړون ته خوښ و او یو نوی پړاو یې یاد کړ. 

د دوی د تحریک مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر غونډې ته لنډه وینا وکړه او دا تړون‌یې د افغانانو او نړۍ په ګټه وباله. 

ملا برادر وویل: "د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ کامیاب مذاکرات او توافق د افغانستان د مجاهد ولس او نړۍ په ګټه یو مثبت اقدام دی او ټولو ته‌یې مبارکي وایم."

د امریکا او طالبانو ترمنځ (افغانستان ته د سولې راوستلو) په نوم د دې تړون لاسلیک اسانه خبره نه‌وه.

دې کار لپاره ۱۰ ځله د طالبانو مرکچیان او د افغان ټبري امریکايي، زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي سیاستوال سره کېناستل. 

دا د خبرو داسې پړاونه و چې تر ډېره د رسنیو له سترګو پټ ترسره کېدل او له پرمختګه‌یې ډېر کم معلومات خپرېدل.

دې ۱۰ پړاوه خبرو ټولټال ۱۶ میاشتې وخت ونیوه او په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر دوحې سربېره چې د طالبانو سیاسي دفتر په‌کې دی، کابل، اسلام‌اباد، نوې ډېلي، مسکو، بروکسل، تاشکند او ګڼو نورو ښارونو ته لسګونه سفرونه وکړل. 

لومړي پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په ۱۲مه دوحه کې پیل شوې.

تر دې وروسته نهه پړاوه نورې خبرې اترې هم وشوې چې بالاخره‌یې له مخې د دوحې هوکړه وشوه. 

افغانان لکه د اوس په څېر د سولې او اوربند غږ ته ته تږي ناست وو، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګ ټکنی و.

دې خبرو کې ډېرې لوړې ژورې هم راغلې او یو ځل نږدې وه چې امریکایان له طالبانو سره د سولې دا ټولې هڅې پای ته ورسوي.

دا هغه مهال و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاوه خبرې شوې وې، خو کابل کې د طالبانو له یوه برید وروسته ناڅاپي ولسمشر ډونالد ټرمپ دا خبرې لغوه اعلان کړې.

دغه برید کې چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۵مه د کابل ښار شش درک سیمه کې وشو، د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

له برید وروسته ټرمپ وویل، طالبان د وژنو له لارې سوله کې امتیاز غواړي، نو ځکه دی ورسره شوې خبرې له‌منځه وړي. 

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "خبرې له‌منځه ولاړې، له‌منځه ولاړې، د ځینو اندېښنو په اساس له‌منځه ولاړې، دوی فکر کاوه چې خلک ووژني، نو د خبرو مېز کې به ښه موقف ترلاسه کړي."

ټرمپ یوازې خبرې لغوه نه‌کړې، بلکې دی یو څه مخکې ولاړ او له طالب مشرانو او افغان ولسمشر سره‌یې له یوه پټ پلان شوي ملاقاته پرده پورته کړه. 

ده اعلان وکړ چې د امریکا په کمپ ډېوېډ کې یې پلان کړې دا کتنه لغوه کړې ده. 

تر دې ناندریزو څرګندونو وروسته افغانان د سولې له اړخه یو څه نهیلي شول. 

دې نهیلیو شاوخوا پنځه میاشتې دوام وکړ، خو د امریکا دریځ بېرته نرم او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه له طالبانو سره خبرې بیا پيل شوې.

دا د طالب او امریکایي مرکچیانو ۱۰م پړاو خبرې وې چې دوحه کې پیل شوې.

دې خبرو چې د نورو پړاونو پرتله اوږدې وې، پایله‌یې ورکړه او ورسره هوکړه وشوه چې د فبرورۍ په ۲۹مه به د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک کېږي.

همداسې وشول، د فبرورۍ په ۲۹مه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحه کې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه.

په همدې ورځ مارک اسپر چې هغه مهال د امریکا د دفاع وزیر و د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کابل ته ولاړ او هلته‌یې له افغان حکومت سره ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه مراسمو کې وویل، له طالبانو سره د ده د دولت خبرې به اوږدې او هر اړخیزې وي. 

ښاغلي غني وویل: "له طالبانو سره به زموږ د خبرو اجنډا تر هغو پراخه وي چې دوی له امریکا سره خبرو کې درلوده، دوی باید خپلو دولتي او نا دولتي ملاتړو سره د اړیکو په اړه خبرو ته چمتو وي او پر داسې باوري سیستم چې له ټولو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي." 

د امریکا او طالبانو د دوحې په هوکړه کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۰مه د بین الافغاني خبرو د پیل ورځ وټاکل شوه، خو په دې شرط چې تر دې نېټې به د طالبانو ۵،۰۰۰ هغه زندانیان خلاصېږي چې طالبانو یې لېست افغان حکومت ته سپارلی دی. 

خو داسې ونه‌شول، افغان حکومت د امریکا او طالبانو د هوکړې پر ځینو مادو نیوکه وکړه او همدا لامل و چې د بین‌الافغاني خبرو پیل څه باندې شپږ میاشتې وځنډېده.

افغان دولت لومړی وویل، د طالبانو زندانیان بې‌قید او شرطه نه‌خوشې کوي، دې دریځ‌یې امریکایي چارواکي یو څه ناراضه کړل.

له میاشتو میاشتو لانجو او کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته حکومت د طالب زندانیانو ازادېدل پیل کړل. 

حکومت په څو پړاونو کې د طالبانو ۴،۶۰۰ زندانیان ازاد کړل، خو د ۴۰۰ نورو چې حکومت خطرناک بلل، د خوشې کېدو پرېکړې ته‌یې مشورتي لویه جرګه راوبلل شوه.

د ۲۰۲۰ کال د اګسټ ۷مه نېټه وه چې په همدې موخه کابل کې لویه جرګه پیل شوه.

نږدې درې نیم زره ګډونوالو یې په درېیمه او وروستۍ ورځ خپل پرېکړه‌لیک کې چې منشي یې رفیع‌الله حیدري ولوست، غوښتنه وکړه چې دغه ۴۰۰ زندانیان باید خوشې شي.

ده وویل: "جرګه د سولې مذاکراتو د پیل په وړاندې د شته خنډونو د لیرې کولو او د وینې تویېدنې د مخنیوي او دغه‌راز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو نظر تأییدوي."

له دې غوښتنې سره هم‌مهاله ولسمشر د دغو زندانیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ او طالبانو هم خبرو ته چمتووالی اعلان کړ. 

شاوخوا میاشت وروسته د سپټمبر په ۱۲مه د افغانستان په سوله کې نوی څپرکی پرانیستل شو.

دا د طالبانو او افغان دولت ترمنځ لومړی ځل د مخامخ رسمي خبرو پیل و. 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دې مراسمو کې د افغان پلاوي مشري کوله. 

ښاغلي عبدالله وویل: "لوی خدای دې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې مذاکرات کامیابۍ ته ورسوي، ځکه دا زموږ د ملت هیله ده."

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، دوی ځکه خوښ دي چې د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته د سیاسي حل لارې په هدف سره ټول شوي دي. 

ملا برادر زیاته کړه: "خوښ یم چې د افغانستان د ۴۰ کلنې معظلې د پای ته رسولو او یوه اسلامي نظام د جوړولو په موخه د بین‌الافغاني مذاکراتو د افتتاحیې غونډې ګډونوال یو." 

که څه هم د عامو افغانانو په شمول ګڼو نړیوالو سازمانونو غوښتنه او تمه درلوده چې د طالب زندانیانو خوشې کول او د بین‌الافغاني خبرو پیل به افغانستان کې دواړو خواوو ترمنځ د اوربند یا اورکم سبب شي، خو برخلاف د تاوتریخوالي پېښې نه‌یوازې دا چې راکمې نه‌شوې، بلکې زیاتې شوې.

طالبانو د فبرورۍ میاشتې له تړون وروسته پر امریکايي او بهرنیو ځواکونو بریدونه ودرول، خو پر افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونو ته دوام ورکړ چې لا هم دوام لري.

بین‌الافغاني خبرو چې د افغانانو ترمنځ د بحثونو لومړنی پړاو وبلل شو، درې میاشتې وخت ونیوه.

د خبرو ډېر وخت یعنې ۸۰ ورځې په دې تېرې شوي چې د بین‌الافغاني خبرو تګلاره او اجنډا څه ډول وي. 

د ۲۰۲۰ کال د وروستۍ میاشتې ډسمبر ۲مه نېټه وه چې د دواړو لورو مرکچیان پر دې تګلاره سلا شول. 

د دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري دا اعلان داسې وکړ: "د افغانستان د سولې د مذاکراتو کړنلاره نهایي شوه، د دواړو خواوو یوه کاري کمېټه به خپل کار پیلوي."

دغو خبرو کې د ډسمبر په ۱۲مه یعنې پوره درې میاشتې وروسته څه باندې ۲۰ ورځنۍ وقفه اعلان شوه. 

دواړو خواوو وویل چې د دغې وقفې پر مهال به له خپلو مشرانو سره د شویو بحثونو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي. 

له دې سره د دولت پلاوی کابل ته او د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ولاړ. 

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر پر مهال د ولسمشر په ګډون څو افغان چارواکو طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د خبرو بل پړاو (چې د دواړو لورو د هوکړې له مخې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۵مه پيلېږي) افغانستان کې دننه ترسره شي. 

افغان چارواکو وویل د هېواد دننه هر ځای چې طالبان غواړي دوی ورسره د خبرو لپاره چمتو دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وویل، افغانستان کې دننه خبرو ته شرایط نه‌دي برابر او په خبره‌یې د دواړو لورو مرکچیان باید دا پرېکړه وکړي چې چېرې راتلونکو خبرو ته دوام ورکوي.

پر عامو افغانانو سربېره ملګرو ملتونو، امریکا او د افغانستان په قضیه کې ښکېلو نورو خواوو له طالبانو او افغان دولت څخه د خبرو د دوام سره په یو وخت د اورکم یا اوربند پرله‌پسې غوښتنې کړي چې تر اوسه منل شوې نه‌دي. 

اوس افغانان د نوي ۲۰۲۱ میلادي کال په هیله دي چې ګوندې په‌کې د اوربند او امن مزه وڅکي.







Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Весь мир чипировали умом Ленина?! Раскрыта загадка Мавзолея В.И. Ленина. Проект "Святой Ленин".

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Дивный новый мир цифровизации: в Москве пройдет Форум «Время цифры»


Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе


When Narine asked Gambhir 'can I bring my girlfriend to IPL?'

Rangers backed into a corner, must beat Panthers on road to force Game 7

Where to find Real Madrid vs Dortmund on US TV: June 1, 2024

Brentford B and Tiverton Town Friendlies Announced


Российские учёные зарегистрировали очередную сильнейшую вспышку на Солнце

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Дизельный, рамный, с блокировками. Новый внедорожник скоро появится в России

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G


Лучшие Эхо в Wuthering Waves — соберите самую мощную сборку

Началась предрегистрация на Command & Conquer: Legions — релиз в конце 2024 года

Четвёртое дополнение Age of Wonders 4: Eldritch Realms завершит первый цикл поддержки игры

Gamesblender № 676: God of War: Ragnarok на ПК, осенний ремейк Silent Hill 2 и новости Warhammer



НАШИ ВСТРЕЧИ ТУСОВКА Я ЮРИЯ В

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Дело об избиении в Московской области азербайджанцем молотком участника СВО расследуют повторно

Весь мир чипировали умом Ленина?! Раскрыта загадка Мавзолея В.И. Ленина. Проект "Святой Ленин".


Дивный новый мир цифровизации: в Москве пройдет Форум «Время цифры»

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов

Весь мир чипировали умом Ленина?! Раскрыта загадка Мавзолея В.И. Ленина. Проект "Святой Ленин".

Полина Гагарина заявила о победе над Ольгой Кормухиной по обвинению в плагиате песни


Выездная администрация прошла в поселке Черкизово в Пушкинском округе

Транспортная прокуратура проверит данные о гибели кошки на борту самолета

Неделя легкой атлетики пройдет в Москве

Свежая погода: Ильин назвал последствия грозы на предстоящей неделе в Москве


Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Вице-президент ФТР Селиваненко: у Рублева не пошла игра с Арнальди

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй


"Известия": в консервах с печенью трески выявили двукратное превышение мышьяка

Свежая погода: Ильин назвал последствия грозы на предстоящей неделе в Москве

Периоды похолодания в июне спрогнозировали россиянам

Юный пациент «Кораблика» из Подольска побыл спасателем в День защиты детей


Музыкальные новости

Хозяйка «голой» вечеринки Анастасия Ивлеева открывает в Москве азиатский ресторан

Депутат Ахмадинуров раскритиковал наряд Бузовой на выступлении в Уфе

Рэпер Элджей стал зарабатывать меньше в восемь раз

Моргенштерн* показал, как катается на скейтборде маленькой девочки


Более 30 компаний из Нижегородской области пришли на первую встречу регионального сообщества инклюзивного бизнеса «Открыто для всех»

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Дело об избиении в Московской области азербайджанцем молотком участника СВО расследуют повторно

Весь мир чипировали умом Ленина?! Раскрыта загадка Мавзолея В.И. Ленина. Проект "Святой Ленин".


В Республике Марий Эл с успехом прошел кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады

Гендиректор Быстринского ГОКа стал старшим вице-президентом «Норникеля»

До плюс 50 градусов: Каким городам России грозит аномальная жара летом 2024 года. Опубликован список


Как подобрать запчасти на китайские авто?

Владимирцам напомнили об ограничении скорости из-за ремонта на трассах М-7 и Р-132 «Золотое кольцо»

Как узнать совместимость запчастей на авто?

Отзывы об EXEED VX: что говорят владельцы в 2024 году


«Так вкусно»: Путин поблагодарил главу Минсельхоза Узбекистана за фрукты

Ташкент становится для Москвы точкой опоры – Астана проигрывает, уходя под Запад

Российские ракеты средней дальности могут появиться под боком восточноазиатских сателлитов США

Путин 7 июня выступит на ПМЭФ и будет говорить не только об экономике




В Архангельске медики России обменялись методиками оказания офтальмологической помощи

Врач назвал напитки, которые нельзя пить в жару

В Москве пациент устроил поджог в туалете наркологической клиники

Собянин: Около обновленных поликлиник создано более 600 зон отдыха


Зеленский: после «заморозки» конфликт опять вспыхнет


Первое историческое ралли в Москве 2 июня 2024

«Зенит» добыл волевую победу в матче с «Балтикой» и завоевал Кубок России

Один из лидеров «Салавата Юлаева» подписал контракт с ЦСКА: теперь официально

ФК «Зенит» представил стартовый состав на суперфинал Кубка России в Москве



Мэр Москвы: Около обновлённых поликлиник создано более 600 зон отдыха

Собянин: Около обновленных поликлиник создано более 600 зон отдыха

Сергей Собянин: Центральной детской библиотеке имени Гайдара — 90 лет

Собянин: На северо-западе Москвы открылся волонтерский центр «Доброе место»


Поезд проехал через горящий лес в Бурятии

Орнитологи напомнили москвичам, как вести себя при встрече с птенцами

Победитель Чемпионата по рыбалке на Рыбной неделе получил 1 млн рублей


Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова

Вокзальные данные. Топ-менеджер РЖД — свидетель по делу о коррупции

Свежая погода: Ильин назвал последствия грозы на предстоящей неделе в Москве

Юный пациент «Кораблика» из Подольска побыл спасателем в День защиты детей


Архангельская область подключается к марафону "Сила России"

В Архангельске медики России обменялись методиками оказания офтальмологической помощи

В Архангельске подвели итоги III Всероссийского форума «Арктика. Лёд тронулся»

В филиале фонда «Защитники Отечества» в Архангельской области подвели итоги первого года работы


Банки начали выдавать ипотеку на жилье в Крыму

ВТБ начал выдавать ипотеку на жилье в Крыму

Выставка-представление «Не просто город, а судьба, которой я не устаю гордиться!»

Арт-знакомство «Искусство должно давать счастье и радость»


Вокзальные данные. Топ-менеджер РЖД — свидетель по делу о коррупции

Транспортная прокуратура проверит данные о гибели кошки на борту самолета

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова

Неделя легкой атлетики пройдет в Москве














СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *