Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

غني: د جوبایډن په راتګ دې امریکا له افغانستان سره په ۴ برخو کې ګډ کار وکړي

0
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د ادارې راتګ یو فرصت دی چې هغه هېواد له افغانستان سره په څلورو برخو کې ګډ کار وکړي.


ښاغلي غني تازه له 'سي.اېن.اېن' ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: "



لومړی بايد دا تعريف شي چې د امريکا امنيتي ګټې په افغانستان او سیمه کې څه دي؟ هېڅوک د ٰ'تروريستانو' بیا راګرځېدل نه غواړي.
دوهم د ۴۰ کلونو جګړې پای ته رسولو لپاره د سيمې او نړيوالې ټولنې د تضمين يوې هوکړې ته اړتیا.
درېیم د سولې پروسه بايد کاملاً د افغان حکومت او خلکو په مالکيت وي.
څلورم په افغانستان کې باید د امریکايي ځواکونو شمېر او حضور تعریف شي او دلته تر ټولو مهمه خبره دا ده چې څنګه دواړه مشروط او پر وخت مقيد موضوعګانو سره تطابق ورکړو."


ښاغلی غني زیاتوي چې له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا ۹۸ امریکایان وژل شوي، خو د وژل شوېو افغان پوځيانو او ملکيانو شمېر شااوخوا ۴۰ زرو ته رسېږي، افغانان د جګړې په لومړۍ لیکه کې دي.




دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر جوبایډن یو کال وړاندې د امریکا له انتخاباتو مخکې په يوه ټلوېزيوني مرکه کې ویلي و چې دی نور په افغانستان کې مسوولیت نه اخلي او په وینا یې مسوولیت یې د امریکایانو خوندیتوب دی.




ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د جوبایډن خبره دقیقه ده، خو د امریکا او افغانستان د ګډو ګټو پر بنسټ باید مخته ولاړ شي، د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دواړه لوري بايد توافق ولري.


ښاغلي غني زیاته کړه: "که امریکا غواړي له افغانستانه ووځي، دا یوه سنجول شوې پروسه ده چې بايد دواړو لوري پرې توافق کړی وي، ما دا ویاړ درلود چې د واک د لېږد پروسه رهبري کړم، کوم چې په پايله کې يې په څلورو کلونو کې یو لک امریکايي ځواکونه افغانستان پرېښود. د جنوري میاشتې تر پنځلسمې به دا شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شي، جوبایډن به په دې اړه خپل تصمیم ونیسي، بيا موږ به د نقشې طرحه جوړه کړو، څو دوه اړخېزې ګټې په کې خوندي وي."




محمد اشرف غني وايي، که د طالبانو هدف دا وي چې غلبه وکړي، افغانان د سر په بیه سوله نه غواړي، نو منفي پایلې به ولري چې په وینا یې افغانان بيا شاته نه ځي او مثبته سوله غواړي.


ولسمشرغني بیا ټینګار وکړ چې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ به واک خپل راتلونکي ټاکل شوی ځای ناستي ته سپاري.


ولسمشر غني د سولې د لومړي پړاو خبرې مهمې خو ډېرې سستې وبللې، د ښاغلي غني په وینا دوهم پړاو خبرې هم مهمې دي، ځکه په خبره يې په هغه څه توافق کيدای شي چې نړۍ او سیمه یې مني چې هغه یو خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان دی او که دا هدف وڅارل شي، دا پروسه پرمخ تللی شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *