Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د پناه غوښتنې په سیسټم کې د ډونالډ ټرمپ د اصلاحاتو مخه نيول شوې

0
د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوه فډرال قاضي د امریکا د پناه غوښتنې په سیسټم کې د ډونالډ ټرمپ ادارې اصلاحاتو د عملي کولو مخه ونیوله.


دغو اصلاحاتو ځینې پناه غوښتونکي د تل لپاره د خوندیتوب د حیثیت له ترلاسه کولو محروم کول.


په کلیفورنیا کې یوه محلي قاضي پرون د پناه غوښتونکو د ملاتړ ډلو د دستور تر تصویب وروسته د دغو اصلاحاتو د عملي کولو مخه ونیوله.


دغو ډلو استدلال کاوه، هغه سرپرست چارواکی چې د دغو اقداماتو صلاحیت ورکړل شوی و، نور د قانون له مخې پر دې دنده نه شته.


وروسته له هغې چې د کورني امنیت سرپرست وزیر چاد ولف د کانګرس پر ودانۍ د چهارشنبې ورځې یرغل وغانده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د هغه دفتر چې دغه اصلاحات یې تصویب کړي وو د ده کاندیداتوري لغوه کړه.


ښاغلي ولف دغه اصلاحات تایید کړي وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *