Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د یوسف رشید د وژنې په تړاو ۳ تنه ونیول شول

0
افغان امنیتي ځواکونو درې کسان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د اجرائیه مشر یوسف رشید د وژنې په تړاو ونیول. 


د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن د دغو کسانو د نیولو د اعلان پر مهال د دوی نومونه په ډاګه نه کړل او دا یې هم ونه ویل چې دوی د کومې افراطي ډلې غړي دي. 


یوسف رشید له خپل موټرچلوونکي سره د ډسمبر میاشتې پر ۲۳مه په کابل کې د نامعلومو وسلوالو په حمله کې ووژل شو.  


ښاغلی رشید خپل دفتر ته پر لار و، چې وسلوالو ورباندې ډزې پیل کړې. 


په وروستیو کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون ګڼ ژورنالیستان، فعالان او سیاستوال په هدفي حملو کې وژل شوي، چې ملګرو ملتونو، افغان او بهرنیو چارواکو دا حملې غندلې دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *