Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

امریکا له تایوان سره ډیپلوماتیکو اړیکو کې محدودیتونه پای ته رسوي 

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اعلان وکړ چې هېواد یې له تایوان سره د تماس لپاره په ډیپلوماتیکو اړیکو کې محدودیتونه پای ته رسوي. 


دا خبر په داسې حال کې اعلان شو چې په وروستي یو کال کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د امریکا او چین په اړیکو کې ترینګلتیا ډېره شوې ده. 


د چین ولسي جمهوریت، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي او د خپلواکۍ لپاره د تایوان د هرې هڅې په وړاندې غبرګون ښيي. 


سره له دې چې امریکا د ډېرو نورو هېوادونو په شان له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه‌لري، د ډونالد ترمپ حکومت د تایوان ملاتړ زیات کړی دی. 


خو مایک پومپیو ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت له تایوان سره په خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو کې محدودیت چې د پیکېنګ د خوشحالولو لپاره‌یې وضع کړی و، نور پای ته رسوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *