Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

افغان ولسمشر د مدني فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند وژل کېدل وغندل

0
افغان ولسمشر پر مدني فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان باندې برید او د هغه وژل کېدل غندلي دي. 


ارګ ماڼۍ د افغان ولسمشر اشرف غني په حواله په یوه اعلامیه کې لیکلي: "پر وطن‌پالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو بریدونه د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی." 


ضیا ودان د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ ویاند و او مدني فعالیتونه‌یې هم کول چې نن له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارتې نو سیمه کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو. 


د ولسمشر په حواله د ارګ په اعلامیه کې زیاته شوې چې "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې‌ګناه خلک وژني او عام‌المنفعه تأسیسات ویجاړوي". 


چا د دې برید مسوولیت نه‌دی منلی. 


د افغانستان حکومت او امریکايي ځواکونه په مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو کې طالبان ښکېل بولي.


طالبانو که څه هم د ننني برید په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو پخوا یې د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو تورونه بې‌ځایه بللي. 


اخوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کابل د نننۍ چاودنې په غبرګون ویلي چې د خلکو وینې تویول باید ودرېږي. 


د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په ټویټر لیکلي "څوک د هېواد ځوان او تحصیل کړی قشر له‌منځه وړي؟" 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *