Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پامیر قول اردو: د طالبانو پر چک پاینټونو بمبار کې ۸ وسله‌وال ووژل شول

0
د ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو چارواکو ویلي د بغلان-تخار په لویه لار یې د طالبانو په چک پاینټونو په بمبار سره اته وسله‌وال طالبان وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي. 


د دې قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې هوايي ځواکونو د بغلان لویې لارې په چشمه شیر او د کندز-تخار لویې لارې په ګلستان هدیره سیمه کې د طالبانو چک پاینټونه هدف ګرځولي او دا مرګ‌ژوبله یې وراړولې. 


د اعلامیې له مخې طالبانو په دې سیمو کې د خلکو موټر درول او تلاشي کول یې. 


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *