Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: د خلکو وینې تویول باید ودرېږي

0
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کابل د نننۍ چاودنې په غبرګون ویلي چې د خلکو وینې تویول باید ودرېږي. 


د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د عامه ساتنې د تصدۍ د ویاند ضیا ودان په شمول د دوو نورو کسانو د وژنې په غبرګون پوښتنه کړې چې څوک د هېواد ځوان او تحصیل کړی قشر له‌منځه وړي؟




هغې زیاته کړې چې زموږ هم‌نسلي وژني او د حذف په مخته وړلو سره‌یې راتلونکي ته هیله‌من دي. 


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیید کړې چې په پلازمېنه کابل کې نن سهار په یوه چاودنه کې د عامه ساتنې تصدۍ د ریاست ویاند ضیا ودان او دوه نور کسان وژل شوي دي. 


د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی ودان نن سهار اته نیمې بجې د کابل په کارتې نو سیمه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و. 


ارګ ماڼۍ هم په یوه اعلامیه کې دا پېښه غندلې ده. 


د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې جمهور رئیس اشرف غني د دغه ترورېستي برید د غندلو پر مهال وویل: "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې‌ګناه خلک وژني او عام‌المنفعه تأسیسات ویجاړوي." 


تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو د افغانستان حکومت او امریکايي ځواکونه په دې ډول بریدونو کې چې په وروستیو څو میاشتو کې ډېر شوي، طالبان په لاس لرلو تورنوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *