Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د ملي امنیت شورا: د امریکايي ځواکونو کمښت پر جګړې اغېز نه لري

0
د ملي امنیت شورا وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدل د جګړې پر وضعیت کوم تاثیر نه لري.  


د امریکا دفاع وزارت پرون جمعه(د مرغومي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د پوځیانو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.  


خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ، نن شنبه(د مرغومي ۲۷مه) رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د امریکايي ځواکونو د شمېر لږوالی د افغانستان د جګړې پر وضعیت تر ډېره بریده منفي اغېز نه لري، ځکه په وروستیو کې ۹۶ فیصده جګړه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي." 


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو میاشتې مخکې ویلي و، په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *