خبرداری: د کرونا د وېروس نوې بڼه ښايي امریکا کې ډېره خپره شي
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې ویلي، په امریکا کې د کرونا ویروس نوې بڼه د پخوانۍ هغې پر تله دوه برابره ساري ده.
د کرونا ویروس نوې بڼه د امریکا په ۱۲ ایالتونو کې کشف شوې او ورباندې د شپږاویا کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.
خو د امریکا د دې روغتیایي ادارې په خبره دا ویروس ښايي په امریکا کې په پراخه پیمانه خپور شوی وي.
