Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ولسي جرګې بیا د ۱۴۰۰ زیږدیز کال مالي بودجه رد کړه

0
د افغانستان ولسي جرګې بیا ځلي د ۱۴۰۰ زیږدیزکال مالي بودجه رد کړه.


د دې جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون مشر میر افغان صافي نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل، د دوهم ځل لپاره یې بودجه ځکه رد کړې چې د مالیې وزارت هغه ستونزې نه دي حل کړې چې د جرګې له خوا په ګوته شوې وې.


د ښاغلي صافي په خبره، د معاشونو نه مساوي والی، د ۲۱ زره تشکیلاتو کمښت، د هغه ادارو شتون چې ولسي جرګې نه دي تصویب کړي او د ملي دسترخان پروګرام هغه ټکي دي چې له امله یې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي بودجه رد کړه.


د ولسي جرګې له خوا، د ۱۴۰۰ زیږدیز کال مالي بودجه د لومړي ځل لپاره د مرغومي په لسمه د انډول نه درلودو له امله رد شوه.


د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ۴۵۲.۶ میلیارده افغانۍ تخمین شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *