Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

0
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت ۵۷ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.


د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۹ لمریز کال په ترڅ کې د دې ولایت د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار ۷۲ پروژې پلي شوي چې په کې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو او انارو دوه صفر درجې سړې خونې جوړول او پر یو شمېر بزګرانو د مېوو او سبو د ۱۵ لمریزو وچوونکيو الو وېشل شامل دي چې له دې ډلې د ۵۷ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.


د ښاغلي رستمي په خبره د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ ده چې د یو زر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.


نوموړی زیاتوي، یادې پروژې چې د کرنې وزارت له خوا طرحه او تمویل شوي.


د دې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې او د کلیو د پراختیایي شوراګانو په مرسته پلي شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *