Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

سپاه پاسداران انقلاب د بالستیک توغندیو د توغولو وروستۍ مرحله عملي کړه

0
د ایران سپاه پاسداران انقلاب نن د جنګي کښتیو-ضد بالستیک توغندیو د توغولو لپاره د خپلو پوځي تمریناتو دویمه او وروستۍ مرحله عملي کړه.


د ایران دولتي نن راپور ورکړی، چې دغه توغندي د هند په سمندر کې پر یوه فرضي هدف ویشتل شوي دي.


په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري دوه توغندي پر یوه هدف چې دولتي ټلویزیون د «دښمن فرضي جنګي کښتۍ» بللي، د یو زر او اته سوه کیلومتره په فاصله کې ویشتل شوي دي.


د ایران د دغو پوځي تمریناتو لومړۍ مرحله پرون عملي شوه او دا تمرینات په داسې حال کې کېږي چې د تهران د لانجمن اټومي پروګرام له کبله پر ایران د امریکا فشارونه زیات شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *