Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2021

کرکټ؛ افغانستان ایرلینډ ته د ۱۶منډو په توپیر ماته ورکړه

0
د اېرلېنډ او افغانستان کرکټ لوبډلو تر منځ نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ وشوه چې افغان لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر دا سیالۍ وګټله.


په دې لوبه کې افغانستان د سیالۍ پچه وګټله او لوبه یې پیل کړه چې په ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې او د ۱۸۸ منډو هدف يې مقابلې لوبډلې ته وټاکه.


د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې وکړې.


ګربز په نړیواله کچه ۱۶م لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ نړېواله یو ورځېنۍ لوبه کې سلیزه وهي.


په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې لپاره جاوېد احمدي هم د دوو شپږیزو او دوو څلوریزو پرمټ ۳۸ منډې جوړې کړې.


د افغانستان او ایرلینډ دواړو کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه او درېیمه سیالۍ د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *