Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

روغتیا وزارت: له ۱۲ زرو زیات افغان روغتیا پالان د کرونا ضد واکسین شوي

0
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، تر اوسه‌يې له ۱۲ زرو زیاتو روغتیا پالانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق کړی دی. 


د دې وزارت ویاند او د کتلوي معافیت پروګرام مشر غلام دستګیر نظري روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه روغتیا پالان‌یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې واکسین کړي او دغه لړۍ دوام لري. 


د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په دې مرحله کې د استرازینیکا واکسین، روغتیا پالانو، د افغان امنیتي ځواکونو غړو او نورو هغو ته چې عمرونه‌یې زیات دي، یا د دغې ناروغۍ په وړاندې یې د بدن معافیت کم دی، لومړي دوزه تطبیق کوي. 


هند د دې واکسین پنځه لکه دوزه افغانستان ته ورکړي دي. 


د ښاغلي نظري په وینا چین هم ورسره د سینوفارم واکسین د دوه لکه نورو دوزو مرستې ژمنه پرون وکړه چې په دې سره له افغانستان سره د چین د واکسین د مرستو ژمنه څلور لکو دوزو ته رسېږي. 


خو هغه وویل، تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې چین به دغه واکسین چې د روغتیا نړیوال سازمان تأیید کړی، کله افغانستان ته ورکوي. 


د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شویو شمېر نږدې دوه‌نیم زرو او پرې د اخته شویو نږدې ۵۶ زره کسانو ته رسېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *