Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

چین له افغانستان سره د کرونا ضد دوه لکه دوزه نور واکسین مرسته کوي

0
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، چین پرون ورسره د نورو کرونا ضد دوه لکه دوزه واکسین د مرستې ژمنه وکړه. 


دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس عليزي تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل: "د چین سفیر چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره ناسته درلوده، له افغانستان سره‌یې د ۲۰۰ زره نورو واکسینو د مرستې ژمنه وکړه چې په دې سره د هغو واکسینو چې چین‌یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کوي، څلور لکه دوزو ته رسېږي." 


له دې مخکې د کواکس نړیوال ائتلاف هم له افغانستان سره د درې ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.


د علیزي په وینا تر اوسه پورې یې له اتو زرو زیاتو کسانو ته د کرونا ضد واکسین لومړي دوزه ورکړي دي. 


دا د استرازینیکا د واکسین هغه پنځه لکه دوزه دي چې هند له افغانستان سره مرسته کړې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *