Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

پاکستان کې په یوه وسله‌وال برید کې یو مذهبي مشر ووژل شو

0
د پاکستان پولیس د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه څنډه کې په یوه وسله‌وال برید کې د یوه مذهبي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.


پولیسو وویل، په دې پېښه کې چې د شنبې په ورځ د بهارا کاهو په سیمه کې شوې، له مفتي اکرام‌الرحمن سره د هغه ۱۳ کلن زوی او یو زده‌کوونکی هم وژل شوي دي.


د پولیسو په وینا وسله‌والو په مفتي رحمن هغه مهال برید وکړ چې د خپل موټر پر لور روان و. 


تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی. 


اکرام‌الرحمن د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په ګوند پورې تړلی و. مولا فضل‌الرحمن د اپوزېسیون د ۱۱ ګوندي ائتلاف چې هدف‌یې د حکومت نسکورول دي، مشري کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *