Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

چک ممکن د اروپایي ټولنې له تأیید پرته د روسیې کرونا ضد واکسین تطبیق کړي

0
د چک جمهوريت صدراعظم اندري بابیش وایي، هېواد یې ممکن د اروپایي ټولنې د درملو د ادارې له تأیید پرته د روسیې د کرونا ضد سپوتنیک-وي واکسین استعمال ته اجازه ورکړي.   


بابیش دغه څرګندونې پرون یکشنبې له «CNN Prima News» سره په مرکه کې وکړې او ویې‌ویل، د اروپایي ټولنې د درملو ادارې «EMA» ته منتظر نه‌شي پاتې کېدای ځکه روسیې ورته د خپل واکسین د تأیید لپاره درخواستي نه‌ده وړاندې کړې. 


هغه زیاته کړه، د چک د درملو د ادارې تأیید به کافي وي چې په هېواد کې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.  


چک جمهوریت چې د نړۍ په کچه پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر په‌کې زیات دی، تر اوسه‌یې خپلو نږدې شپږنیم لکه وګړو ته د کرونا ضد فایزرـبایو ان تیک، مودرنا او استرازینیکا واکسینونه ورکړي دي.  


دا هېواد شاوخوا ۱۰ ملیونه او اووه لکه نفوس لري چې تر اوسه په‌کې د کرونا له امله له ۲۰ زرو زیات کسان مړه شوي او له یو ملیون ۲۳۵ زرو زیات کسان پرې اخته شوي دي.


په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ډېرې زیاتې شوي چې شمېر یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې اتو زرو ته رسېدلی. 


د چک جمهوريت صدراعظم دغه‌راز وویل چې هېواد به‌یې د چینایي سینوفارم واکسین په وړاندې هم ورته تګلاره غوره کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *