Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

ولې د دوحې له تړون کال وروسته هم تاوتریخوالی دوم لري؟

0
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر لاسلیک کال واوښت، خو افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم د دې هوکړې په پایله کې لا سوله نه‌ده راغلې. 


افغان حکومت او امریکايي چارواکي طالبان ملامتوي چې د هوکړې سره سم‌یې تاوتریخوالی نه‌دی راکم کړی او همدارنګه‌یې بین‌الافغاني خبرو کې هم نرمښت نه‌دی ښودلی.


طالبان بیا برعکس افغان حکومت د تاوتریخوالي په زیاتېدو تورنوي او وايي چې د بین‌الافغاني خبرو په ترڅ کې د ورو پرمختګ پړه هم د افغان حکومت پر غاړه ده.


بل‌خوا، افغان حکومت پر دې هوکړه د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې د بیا کتنې د اعلان هرکلی کړی دی، خو طالبان وايي دوی هوکړې ته ژمن دي او تمه لري چې د امریکا نوې اداره به هم ورته ژمنه پاتې شي.



د دوحې له هوکړې وروسته تاوتریخوالی ولې او چا زیات کړ؟ د قطر بین‌االافغاني خبرو کې ولې کوم محسوس پرمختګ ونه‌شو؟ طالبانو او افغان حکومت د دې هوکړې د بریالیتوب لپاره له خپلو لورو کوم اقدامات کړي او کومو کې یې ناغېړي کړې؟


په دې او نورو پوښتنو  د بحث لپاره د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال او د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق دي. 


د بحث لومړۍ برخه کې دوا خان مینه‌پال او دوهمه کې احمدالله وثیق خپل لیدلوری شریکوي.


دلته‌یې اورېدلی شئ:


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *