Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

امریکا سږ د زړورو ښځو جایزه د ۷ وژل شویو افغان مېرمنو په نوم نوموي

0
تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو افتخاري جایزه سږکال د هغو۷ مېرمنو په نوم کړي چې په افغانستان کې وژل شوي دي.


په کابل کې د امریکا سفارت نن جمعه(د کب ۱۵مه) په یوه بیان کې وویل، دا جایزې به راتلونکې اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په کوربه توب په یوه غونډه کې ورکړل شي.


په بیان کې راغلي دي چې دا جایزې به د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې فاطمې ناتاشا خلیل، د ملي امنیت د جندر د برخې مشرې جنرالې شمیلا فروغ، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریالې ملالې میوند، په میدان وردګو کې یوې قابلې مریم نورزاد، په کاپیسا کې مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ، په غزني کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د پولیسو افسرې فاطمې رجبي او د زندانونو ساتونکې فرشتې ته ورکړل شي. 


د زړورو ښځو سږنۍ جایزه پر افغانستان سربېره په ایران، ترکیه، بېلاروس، برما او وینزویلا کې د ښځو د حقونو فعالانو ته هم ورکړل کېږي.


په افغانستان کې تېر کال دا جایزه د میدان وردګو ښاروالې ظریفې غفاري ته ورکړل شوې وه.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *