Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

برما کې بیا پر معترضانو ډزې وشوې او یو تن یې ووژل شو

0
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار د کړکېچ په اړه د بحث لپاره غونډې ته تیاری نیسي، د دې هېواد امنیتي ځواکونو نن جمعه (د کب ۱۵مه) یو ځل بیا د پوځي کودتا پر مخالفو معترضانو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه. 


معترضان، د پوځ له ځپونکو اقداماتو سره-سره چې په ترڅ کې یې له پنځوسو زیات کسان مړه او له اولس سوو زیات نور ونیول شول نن بیا هم د میانمار په مرکز او نورو ښارونو کې واټونو ته راووتل. 


دا تاوتریخوالی د نړیوالو له خوا غندل شوی دی. 


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر میانمار د وسلو نړیوال بندیز او پر پوځ یې اقتصادي بندیزونه ولګوي.


امنیت شورا به همدا راز دا قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې آی سي سي ته راجع کړي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *