Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

افغان مرکچي پلاوې: خلیلزاد سره ناسته کې د سولې پر چټک بهیر ټینګار وشو

0
په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړې وايي چې دې او همکارانو یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د سولې د مذاکراتو د چټکولو او په دې بهیر کې د ملګرو ملتونو د رول او د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتيا پر اړتیا ټینګار وکړ. 


شریفې زرمتۍ رسنیو ته په یو استول شوي ویډیويي پیغام ویلي چې له خلیلزاد سره دا لیدنه تېر ماښام وشوه: "ښاغلي خلیلزاد سره دې ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکوالي او ملاتړ ټینګار وشو. همدا راز د ملګرو ملتونو پر رول، د سیمه ییزې اجماع پر پیاوړتیا او د جګړې او تاوتریخوالي پر له منځه وړلو خبرې وشوې."


ښاغلی خلیلزاد پرون دوحې ته ورسېد، خو له هغه مخکې یې سیمې ته د سفر په پیل کې په کابل کې له افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *