Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

چارواکي: د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش ټاکل شوی مسؤل ووژل شو

0
د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د اسلامي دولت یا داعش ډلې له‌خوا ټاکل شوی مسؤل له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی. 


په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار د والي له دفتر څخه خپره شوې راغلي چې تېره شپه په مومندرې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د محمود جان په نوم د داعش ډلې قوماندان چې د لعلپورې د ولسوال په توګه ټاکل شوی و د دولتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت په پای کې ووژل شو.


په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملیاتو پر مهال د داعش ډلې یو غړی او درې تنه نور مشکوک کسان هم له وسلو سره نیول شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *