Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

هلمند کې د خراب امنیتي وضعیت په اړه اعتراضونه؛ روانه افغان وژنه دې بنده شي

0
هلمند ولایت کې یوه مدني بنسټ د جګړې له ښکېلو لورو د «افغان وژنې» د روانې لړۍ د بندېدو غوښتنه وکړه.


په لښکرګاه کې د پیوند مدني ټولنې مشر برکت‌الله سرشار ازادي راډیو ته وویل، دوی پرون د خراب امنیتي وضعیت په اړه یوه غونډه هم رابللې وه: "پر دواړو اړخونو غږ کوو چې نور له افغان وژنې لاس واخلئ. یوه ډله هم باید د جګړې د دوام لپاره پلمه ونه‌لټوي، هغه که افغان دولت دی یا هم وسله‌وال طالبان. موږ د ملت په حیث پر دواړو اړخونو غږ کوو چې تاسو د مذاکرو لپاره ډلې ټاکلي، د مذاکرو له لارې حل لاره پیدا کړئ."


د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په هلمند کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي په ځواب کې له څه ویلو ډډه وکړه.


د ناامنیو په دوام، د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي د نومبر میاشتې پر ۱۲مه په لښکرګاه کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.


په دې وروستیو کې د هلمند ولایت ترڅنګ په کندهار او ارزګان ولایتونو کې هم د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *