Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

زابل کې د 'توري' بند د جوړونې چارې چټکۍ شوي

0
د افغانستان د اوبو تنظیم ملي اداره وايي په زابل کې د «توري» په نوم د بند د جوړونې چارې په چټکۍ روانې دي.


دغه بند چې د زابل مرکز کلات ښار په څلور کیلومترۍ کې پروت دی، د جوړولو چارې یې دوه میاشتې مخکې پیل شوې دي.


د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند خپلواک نظام ازادي راډیو ته وویل: "دغه بند د سېلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، خلکو ته د کار پیدا کولو او تر ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي. پر دغه بند ۹۲ ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۸۷۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱.۸ ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي."


د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي دغه بند چې ۳۴ زره کورنۍ به ګټه ځینې اخلي، په زابل کې د اوبو د سطحې د لوړولو لپاره ډېر ګټور تمامېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *