Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

برما کې یوې محکمې د انګ سان سوچي د محاکمې بهیر وځنډاوه

0
په برما کې یوې محکمې په مجازي بڼه له واکه د لیرې شوې مشرې انګ سان سوچي د محاکمې بهیر وروسته له هغې وځنډاوه چې په انټرنټ کې ستونزې پیدا شوې. 


د هغې یوه مدافع وکیل کین مانګ زاو روېټرز ته وویل چې د مؤکلې محاکمه‌یې د نهو ورځو لپاره وځنډېډه. 


۷۵ کلنه د سولې د نوبل جایزې ګټونکې انګ سان سوچي د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې چې پوځ کودتا کړې، په کور کې نظربند ده. 


پر نوموړې په غیر قانوني توګه هېواد ته د واکي ټاکي مخابرو د واردولو، د کرونا ویروس له امله له لګول شویو بندیزونو څخه د سرغړونې، د مخابراتو له قانون څخه د سرغړونې او د عامه پاڅون د لمسولو تورونه لګول شوي دي.


په برما کې د پوځ له‌خوا د کودتا راهیسې نږدې هره ورځ مظاهرې روانې دي. نن هم په میانګیان ښار کې د عیني شاهدانو په حواله دوه مظاهره‌چیان ووژل شول. پرون په دې هېواد کې د لږترلږه د ۳۸ مظاهره‌چیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *