Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

جاپان له افغانستان سره د ساري ناروغیو په وړاندې مبارزې برخه کې مرسته وکړه

0
جاپان له افغانستان سره د ساري ناروغیو په وړاندې د مبارزې د پیاوړي کېدو په برخه کې د یو ملیون او اته لکه امریکایي ډالرو مرسته وکړه. 


د هغې خبرپاڼې له مخې چې نن په کابل کې د جاپان سفارت ازادي راډیو ته را استولې ویل شوي چې دغه مرستې به د ناروغیو د تشخیص، څارنې او د کلینیکونو د خدمتونو له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي چې په نتیجه کې به‌یې د مخنیوي وړ مړینې چې له ساري او د را څرګندېدونکو انتاني ناروغیو سره تړاو لري، کمې شي.


د خبرپاڼې له مخې جاپان پر روغتیا سربېره له افغانستان سره د رغونې په نورو برخو کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د شاوخوا شپږ میلیارده او ۹۰۰ ملیونه ډالرو مرسته کړې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *