Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

هالند هم د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین تطبیق وځنډاوه

0
هالند هم له هغو هېوادونو سره یوځای شو چې د کرونا ضد استرازینیکا واکسین تطبیق‌یې ځنډولی دی. 


وروسته له هغې چې په یو شمېر هغو کسانو کې چې دغه واکسین‌یې ترلاسه کړی، د وینې د غوټه کېدو راپورونه خپاره شول، ایرلند، ډنمارک، ناروې، بلغاریا او ټایلنډ د دغه واکسین تطبیق وځنډاوه. 


هالند پرون وویل چې دغه واکسین‌یې د مارچ تر ۲۹ پورې ځنډولی دی. له دې مخکې د ایرلنډ روغتیايي چارواکو پرون اعلان وکړ چې د استرازینیکا واکسین به د لنډې مودې لپاره وځنډول شي.    


دا وروسته له هغې چې د ناروې د درملو د تنظیم ادارې راپور ورکړ چې استرازینیکا واکسین په ناروې کې تر لګولو وروسته په بالغو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو سبب شوی دی.  


تېره اوونۍ د ډنمارک، ناروې او بلغاریا په ګډون ګڼو هېوادونو د دغه واکسین لګول وځنډول، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دغه واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ‌یې کوم ارتباط نه‌دی موندلی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *