Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

د هغو ۴ پیلوټانو د جنازې مراسم ترسره شول چې میدان وردګو کې وژل شوي وو

0
نن جمعه (د کب ۲۹مه) په کابل کې د هغو څلورو پیلوټانو د جنازې مراسم ترسره شول چې پرون د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ووژل شول. 


د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د دفاع وزارت د لوی درستیز او لومړي مرستیال په ګډون یو شمېر جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو. 


عبدالکریم رحیمي، فضل وهاب امیري، محمد انور عمر او محفوظ نېکزاد هغه څلور پیلوټان دي چې پرون یې په بهسود ولسوالۍ کې هلیکوپتره نسکوره کړای شوه.


په دې پېښه کې ۵ نور امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي.


د اعلامیې له مخې ښاغلي میاخېل د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او مرستې په ښودلو سره ټینګار وکړ چې د دې پېښې عاملانو ته به سخته سزا ورکړل شي.


که څه هم دفاع وزارت د دغې هلیکوپترې د لوېدو لامل نه ښیي، خو رسنیو د ځایي چارواکو او د هوایي ځواکونو د کار کوونکو په حواله راپور ورکړی چې دا الوتکه د یوه غیر مسول قوماندان علي پور د وګړو له خوا د پورته کېدو پر مهال ویشتل شوې ده.


د قوماندان علي پور ویاند محمد حسین توانا پرون ازادي راډیو ته منلې چې دغه الوتکه احتمالاً د دوی د وسله والو سره په جګړه کې په راکټ لګیدلې وي.


طالبان وایي، په دغه پېښه کې لاس نه لري. 


علیپور څو کاله مخکې د خپل‌سرو وسله‌والو فعالیتونو په تور حکومتي ځواکونو ونیوه، خو وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشې شو. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *