Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي سرپرستان وټاکل شول

0
د افغان ولسمشر د دوو جلا حکمونو پر اساس د افغانستان دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرستان وټاکل شول.


د افغانستان د ملي امنیت شورا د اعلامیې په خپرولو ویلي چې ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاع وزارت سرپرست او حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت لپاره د سرپرست په توګه ټاکل شوي.


اعلامیه زیاتوي، ښاغلی ضیا چې د دفاع وزارت لوی درستیز هم دی، د دفاع وزیر اسدالله خالد تر بشپړ رغېدو او بېرته راتلو پورې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي.


دغه راز د ولسمشر په حکم کې ستر جنرال محمد ایوب سالنګي د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګمارل شوی.


د دغو نوېو ګمارنو هدف د امنیتي سکتور په مشرتابه کې اړین اصلاحات بلل شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *