Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

افغان چارواکي: فاریاب کې ۳۰ طالبان وژل شوي

0
افغان پوځي چارواکي په فاریاب ولایت کې د څلورو هوایي بریدونو په ترڅ کې د نژدې دیرشو وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.  


 په شمال کې د شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) خپره شوې راغلي، دا هوایي بریدونه تېره ورځ د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په اړوندو سیمو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو شوي دي.  


اعلامیه زیاتوي چې دې بریدونو کې ۱۷ نور طالبان ټپیان شوي دي.  


د اعلامیې له مخې وسله وال مخالفینو د دغو پرله پسې بریدونو په نتیجه کې د قیصار  ولسوالۍ له مرکزه شاتګ کړی  او د کلیو د تصفیې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کور په کور تلاشۍ رواني دې.  


طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *