Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

الاسکا غونډه کې د امریکایي او چینایي دیپلوماتانو ترمنځ لانجه

0
وروسته تر دې چې جوبایډن د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی د لومړي ځل لپاره امریکایي او چینایي دیپلوماتانو مخامخ سره وکتل او لانجه یې وکړه.


له دې سره د واشنګټن هغه هیلې کمزورې شوې چې غوښتل یې د چین چلند کې به بدلون راشي او دې ته به زمینه برابره شي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت چې اړیکې خړپړ شوي وو، هغه بېرته سم شي.


د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو دیپلوماتانو په الاسکا کې د دوه ورځنۍ غونډې په پيل کې لانجه وکړه.




 امریکایي لوري چینایان د غونډې له پروتوکول څخه په سرغړونه ملامته کړل او دواړو لوریو د کمرو مخې ته پر یوه بل تورونه پورې کړل. 


په داسې غونډو کې چې په پيل کې یې ملاحظات تر څو دقیقو نه زیاتیږي، د خبریالانو مخې ته تر یوه ساعت زیات دوام وکړ او دواړو خواوو په ښکاره په بې ساري ډول د یوه بل پر سیاستونو نیوکې وکړې. 




د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپلو افتتاحیه خبرو کې وویل چې د چین اقدامات هغه اصولو ته ګواښ دی چې نړیوال ثبات خوندي کوي. 


انتوني بلېنکن دا هم وویل چې متحدایالاتونه د سینکیانګ په ګډون د چین یو لړ اقداماتو ته ژورې اندېښنې لري چې بحثونه به پرې وکړي.


واشنګتن چین په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو په نسل وژنه تورن کړی دی. 


ښاغلي بلېنکن نورو اختلافي مسایلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې متحد ایالاتونه غواړي چې د هانګ کانګ، تایوان، سایبري حملو او د امریکا پر متحدانو د اقتصادي فشارونو د راوړلو پر موضوعاتو هم بحثونه وکړي. 




بلېنکن زیاته کړه چې د بایډن اداره له خپلو متحدانو سره د چین په داخل او خارج کې د دغه هېواد د مخ په زیاتیدونکي استبداد پر وړاندې یو لاس ده. 


چین د کمونېست ګوند د جګ پوړي ډیپلومات، یانګ جیچي او د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له لوري دې څرګندونو ته په قهر ځواب ورکړ او ویې ویل، چین په خپله خاوره کې د امریکا له مداخلې سره مخالف دی.


وانګ یې خبرداری ورکړ چې د داسې مداخلې په اړه مو خپل سخت مخالفت څرګند کړی دی او د دې پر ضد به سخت اقدامات وکړو. 


وانګ یې امریکا تورنه کړه چې په خپل هېواد کې د بشري حقونو د ستونزو په حل کې پاتې راغلې ده او په نوره نړۍ کې دي د خپلې دې ډیموکراسۍ له پرمختګونو لاس واخلي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *