Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

فنلنډ په څلورم ځل د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وپېژندل شو

0
فنلنډ د څلورم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وپېژندل شو.


دا موضوع د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې راغلې چې د کرونا ویروس تر خپرېدو یو کال وروسته خپره شوې ده.


د خوشحالۍ نړیوال راپور د ګالوپ نړیوال سازمان د درې کلنې په نتیجه کې جوړ شوی او په دې سروې کې د بېلابېلو هېوادونو له وګړو پوښتنه شوې چې څومره د خوښۍ احساس لري.


هغه شاخصونه چې دې برخه کې اشاره ورته شوې، د هر وګړې پرسر ناخالص عاید، د عمر منځنۍ کچه، ازادي، په حکومتونو کې اداري فساد او سوداګري یاده شوې ده.


د نړۍ په لسو خوشحالو هېوادونو کې ډنمارک، سویس، ایسلنډ، هالنډ، ناروې، سوېډن، لوکزامبورګ او نیوزیلنډ شامل دي. 


په دې نوملړ کې ۱۴۹ هېوادونو شامل دي، افغانستان،رواندا او زیمبابوې په وروستیو لیکو کې راغلي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *