Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

د بې پولې خبریالانو سازمان: ایران دې ۲۱ زنداني خبریالان خوشې کړي

0
په ایران کې د نوروز په را رسېدو، د بې پولې خبریالانو سازمان د ایران له حکومته غوښتي چې هغه ۲۱ خبریالان او نور کسان چې د دوی په خبره په غیر عادلانه ډول بندیان شوي، بېرته خوشې کړي. 


دغه سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون پنجشنبه (د کب ۲۹مه) په یوې اعلامیې وویل، ۲۱ ښځینه او نارینه بندیان چې یوازینی جرم یې د حقایقو خپرول او د دندې ترسره کول وو، د مارچ په ۲۱ مه د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ د خپلو کورنیو ترڅنګ نه بلکه په زندان کې تیروي.


د بې پولې خبریالانو په سازمان کې د ایران د څانګې مشر رضا معیني وویل، دغه بندي خبریالان چې له دلیل پرته نیول شوي، په غیرعادلانه ډول محاکمه شوي او له حقونو بې برخې شوي دي او باید ژر تر ژره خوشې شي.


ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېری خبریالان یې بندیان کړي دي.


د بې پولې خبریالانو د سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د رسنیو د ازادۍ په نوملړ له ۱۸۰ هېوادونو څخه ایران په ۱۷۳ کتار کې راغلی.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *