Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

ځینو اروپایي هېوادونو د کرونا ویروس د نوې څپې له امله نوي بندیزونه ولګول

0
یو شمېر اروپایي هېوادونو چې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو یوه نوې څپه په‌کې پیل شوې، پرون شنبې نوي بندیزونه ولګول. 


په پاریس او د فرانسې په یو شمېر نورو ښارونو کې د کرونا وبا له امله د یوې میاشتې په مخه نیمه ټولبند جاري شوی چې نږدې د دې هېواد یوه درېیمه برخه وګړي اغېزمنوي. 


پولنډ د درې اوونیو په مخه نیمه ټولبند جاري کړی چې په نتیجه کې به‌یې د خرڅلاو لوی مارکېټونه، هوټلونه، حوضونه، سپورټي جمنازیمونه او ښوونځي تړلي وي. 


په اوکراین کې له دکانونو پرته چې د خلکو د اړتیا وړ لومړني مواد پلوري، نور هر څه تړل شوي او ښوونځیو هم په انلاین بڼه تدریس ته مخه کړې ده. 


بریتانیا چې د خپل نفوس د لویانو له نیمایي زیاتو ته‌یې د کرونا ویروس ضد یو دوزه واکسین ورکړل شوی، ویلي چې له پلان سره سم لګول شوي بندیزونه نرموي او اقتصاي فعالیتونه بېرته پیلوي. 


بریتانیا د دغه پرمختګ خبره داسې مهال کوي چې اروپایي ټولنه د خپلو وګړو لپاره د کرونا ضد واکسین په برابرولو کې له ستونزو سره مخ ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *