Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

د ایران په سیستان بلوچستان کې چاودنه شوې

0
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران په جنوب ختیځ کې په یوه بمي چاودنه کې یو تن ووژل شو او درې نور ټپیان شول.


د ایرنا خبري اژانس په حواله، ایراني چارواکو دا چاودنه د هغې «ترورېستي ډلې» کار بللی چې د ایران له دښمنانو سره ارتباط لري.


راپورونه وايي چاودنه د سیستان بلوچستان په سراوان سیمه کې شوې چې په وروستیو کې د تاوتریخوالي شاهده ده.


د ایرنا په حواله دغه چاودنه هغې ډلې کړې چې له «نړیوال استکبار» سره ارتباط لري.


دا هغه اصطلاح ده چې ایراني رسنۍ یې وخت ناوخت د امریکا متحده ایالاتو او د هغه متحدانو ته کاروي.


سیستان بلوچستان ولایت چې له پاکستان سره سرحد لري، تر ډېره په‌کې سني بلوڅان مېشت دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *