Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

د ننګرهار امنیه قوماندان: د ترورېستانو درې لویې شبکې ونیول شوې

0
د ننګرهار امنیه قوماندان وايي پولیس توانېدلي په تېرو دوو اوونیو کې د ترورېستانو درې لویې شبکې ونیسي.


امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت، نن په جلال‌اباد کې رسنیو ته د دغو شبکو په اړه وویل: "په دوو اوونیو کې د ترورېستانو درې غټې شبکې چې د ترور، اختناق، په ښار کې د هرج و مرج او د ښار د ناامنیو هڅه‌یې کوله چې په داعش او طالبانو پورې تړلې شبکې وې، دوی ونیول شوې او د قانون منګولو ته وسپارل شوې."


امنیه قوماندان وايي د دې شبکې پاتې کسان هڅه کوي چې د ناامنیو د ځینو پېښو په پلانولو سره خپل موجودیت ثابت کړي. 


نن هم په جلال‌اباد کې په درېیو چاودنو کې یو تن چې د ښاروالۍ کارکوونکی بلل شوی، ووژل شو او ۳ تنه نور ټپیان شول.


قوماندان وايي دغه منفجره مواد د اوبو او پیپسي په بوتلونو کې ځای پر ځای شوي وو.  


د چاودنو مسؤلیت لا چا نه‌دی منلی.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *