Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

د ملي امنیت ځواکونو په کونړ کې له انسان تښتوونکو یو سوداګر وژغوره

0
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست، په کونړ ولایت کې له انسان تښتوونکو د یوه سوداګر د خلاصون خبر ورکړ.


دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د عصمت‌الله په نوم دغه سوداګر ۱۵ ورځې مخکې په جلال‌اباد کې تر تښتونې وروسته د کونړ شیګل ولسوالۍ ته لېږدول شوی و.


دغه ریاست د عملیاتو په جریان کې د دوو انسان تښتوونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی.


په هغه وېډیويي کلېپ کې چې ملي امنیت رسنیو ته لېږلی، خوشې شوی سوداګر عصمت‌الله وايي: "زما له کورنۍ څخه‌یې د ۳۰ لکه افغانیو غوښتنه کړې وه، د والي صاحب، په ځانګړي ډول د ملي امنیت ریاست د منسوبینو ډېر منندوی یم."


په وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې دي. تر ټولو خبر جوړوونکې پېښه په بلخ ولایت کې ۵ میاشتې مخکې د یوه ۹ کلن ماشوم تښتونه ده چې تر اوسه له انسان تښتوونکو نه‌دی خوشې شوی. 


جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي وو، که دغه ماشوم خوشې نه‌شي، د بلخ ټول چارواکي به له دندو لیرې کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *