Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

برما کې د مظاهرو دوام؛ نن ډاکتران او نرسان لارو سړکونو ته راووتل

0
د برما په مرکزي برخه کې نن ډاکتران او نرسان د اعتراض په ډول لارو سړکونو ته راووتل.


دا لاریون وروسته له هغې وشو چې له پرون راهیسې پر کودتا ضد اعتراض کوونکو یو وار بیا مرګوني فشارونه راوستل شول.


تېره میاشت تر پوځي کودتا وروسته چې ملکي رهبره انګ سان سوچي یې له واکه وپرځوله، په برما کې په ملي سطحه مظاهرې کېږي او مظاهره‌چیان د ډیموکراسۍ بېرته اعاده غواړي.


د سرچینو په حواله تر پوځي کودتا وروسته نږدې ۳۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲،۳۰۰ زیات نور نیول شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر به خورا زیات وي.


امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو په وړاندې له سخت فشار، ربړي مرمیو او اوښلنو ګازو کار اخیستی دی.


دغه تاوتریخوالي بیا هم د سلګونه ډاکترانو او نرسانو مخه نه‌ده نیولې چې سختې خولۍ یې پر سر کړې وې او د سان سوچي عکسونه‌یې له ځانونو سره لېږدول.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *