Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

د سوداګرۍ خونه: لویو لارو کې ناامنيو د سوداګرو کارونه ټکني کړي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په لویو لارو کې اخاذیو او ناامنيو د سوداګرو کارونه ټکني کړي دي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د کابل ـ کندهار – هرات لویې لارې سوداګر له ګڼو نا امنیو سره مخ دي.


د کابل هرات لویه لار له تېرو څو کلونو راهیسې یوه له ډېرو ناامنو لارو ګڼل کېږي.


دغه لاره ډېرځله د چاودنو، د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو، د موټرو د سوځولو، تښتونو او یرغمل نیولو د خونړیو پېښو شاهده وه.


د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي، که د سوداګرو امنیت خوندي نه شي ګڼ سوداګر به د هېواد پریښودو ته اړ شي.


ازادي راډیو هڅه وکړه څو د سوداګرو د امنیت په تړاو د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولري خو ونه توانیده.


خو د کورنیو چارو وزارت په خپله وروستۍ اعلامیه کې سوداګرو ته ډاډ ورکړی و چې امنیت ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *