Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

پاریس کې د احمد شاه مسعود په نوم سیمه رسماً پرانیستل شوه

0

د فرانسې پایتخت پاریس پرون شنبه(د وري ۷مه) د افغانستان ملي اتل احمد شاه مسعود په نوم د یوې سیمې د نومولو شاهد و.

په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د احمد شاه مسعود زوی احمد ولي مسعود او د پاریس ښار د ښاروالۍ چارواکو ګډون درلود.

د احمد شاه مسعود په نوم نومول شوې سیمه د پاریس د شانزه لیزه ماڼۍ ته څېرمه ده او پرون پرې د همدې مراسمو په ترڅ کې د احمد شاه مسعود په نوم لوحه ولګول شوه.

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود پر خپل ټویټر د فرانسوي چارواکو د دې اقدام مننه کړې او ویلي یې دي دا نومونه فرانسې ته د دې د پلار احمد شاه مسعود د سفر له شلم کال سره برابره ده.

د احمد مسعود په وینا د ده کورنۍ او هېواد به د فرانسې دا درناوی هېر نه‌کړي.

د پاریس ښاروالۍ څه موده مخکې په یوه پرېکړه کې دا سیمه د احمد شاه مسعود په نوم ونوموله.

احمد شاه مسعود ته چې د ۲۰۰۱ م کال په سپټمبر میاشت کې په یو ترورېستي برید کې ووژل شو، د افغانستان اساسي قانون د ملي اتل لقب ورکړی دی.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *