Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

پکتیا چارواکي: طالبانو د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو نوماند وژلی

0
د پکتیا چارواکي وایي، طالبانو دغلته د بخت په نوم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو نوماند وژلی او د یوه قومي مشر په ګډون یې شپږ تنه نور کسان له ځان سره بیولي دي.


د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون شنبه (د وري ۷مه) مازدیګر مهال د دغه ولایت د ډنډ پټان او ګردېز ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د احمدخېلو ولسوالۍ اړوند د مشکي سیمه کې شوې ده.  


امیري وایي، بیول شوي قومي مشر شیر علي منګل نومیږي او ورسره پنځه ملګري هم د ده په ونیا ولسي وګړي دي: "یو نفوذي کس فکر کوم موټر کې ورسره ناست و، د بخت په نوم دا کس یې شهید کړی دی، بیا یې دوی محاصره کړي او له رنجر موټر سره یوځای یې بیولي دي، یو باډي ګارد ټپی دی، له شیر علي منګل سره پنځه کسان نور هم بیول شوي دي." 


طالبانو تراوسه د دغې پیښې په اړه تبصره نه ده کړې، خو د پکتیا چارواکي وايي، د اسد په نوم د طالبانو یو قوماندان پر همدې سیمه کې فعالیت کوي او تښتول شوي کسان هم د همدې قوماندان له ډلې سره دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *